IQNA

په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د باران  لمونځ قایم شو

16:47 - December 14, 2021
د خبر لمبر: 3485117
تهران(ایکنا)-  په مکې او مدینې کې دبیت الله الحرام او مسجد النبي  زیات شمیر حاجیانو پرون سهار د روغتیائي پروټوکولونوپه  رعایتولو سره  د باران  لمونځ قایم کړ .
په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د باران  لمونځ قایم شوایکناخبري آژانس د الاخبار۲۴ له قوله راپور راکړ ، د باران  په ورښت کې  د څنډ په وخت د لمانځه د قایمولو په باب   د پيغمبر اکرم د سنت په اساس  دعربستان په مختلفو سیمو کې په زرګونو خلکو د سهار  په وخت د باران د ورښت لمونځ  قایم کړ .
په مکې مکرمې کې هم د مسجد الحرام او مسجد النبي د چارو عمومی مدیر عبدالرحمن بن عبدالعزیز السدیس په امامت د باران لمونځ ترسره شو .
عبدالرحمن السدیس د باران دلمانځه په خطبې کې  خلک د  خدای له رحمته نه ناامیدکیدا ته وبلل او وې وئیل و تاسو دخداوندکریم په درګاه کې لولئ چې که دهغه بندګان لاس په دعا شي او دهغه په درګاه کې چغې پورته کړي ، نو خالی لاسونه به بیرته ونه ګرځي .
په مدینې منورې کې هم په زرګونو مسلمانانو  ، په مسجد النبي  کې او د روغتیائی پروټوکولونو په رعایتولو سره د باران لمونځ ترسره شو .  د وئیلو ده چې  له دې مخکې  دسعودی عربستان پاچا  ملک سلمان  ددغه هیواد له خلکو غوښتي وو ،چې په درست هیواد کې دې د باران دغوښتې یا استسقاء  لمونځ قایم کړي .   
په دې اړه ځيني عکسونه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

 

https://iqna.ir/fa/news/4020644
captcha